د اهل بيت (ع) د نړيوال تنظيم د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، دغه غونډه به د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې د جوړيدو د ٢٢ كليزې په درشل كښې او د دغه ارګان له اهدافو، فعاليتونو او له وروستنيو لاسته راوړنو څخه د عامه خلكو او د اهل بيتو (ع) د مكتب د مينه والو د آګاهۍ او پوهولو په منظور تر سره شی.
د اهل بيتو (ع) د نړيوال تنظيم دارالانشاء، مختلفو رسنيو ته د دغې غونډې د ترسره كيدو د خبر په ابلاغولو سره په دغه غونډه كښې د خبريالانو او د رسندويی شخصيتونو د ګډون كولو غوښتنه وكړه. 922979