IQNA

په مصر كښې د اسلام په هكله د شبهاتو د ځوابونو هراړخيزه انسائيكلوپیډيا چاپ شوه.

23:38 - December 28, 2011
د خبر لمبر: 2247399
بين المللی ډله: د اسلام په اړه شبهاتو ته د ځواب جامع او هراړخيزه انسائيكلوپیډيا په مصر كښې د مسلمانو علماو د يوې ډلې په همت تدوينه او خپره شوه.
د مصر چاپ د اليوم السابع ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه انسايئكلوپیډيا د اسلامی نړۍ د تكړه علماو يوې ډلې د مختلفو تخصصونو لرونكو له دوو سوو نه د زياتو دانشمندانو او محققانو په همكارۍ سره تدوينه كړې ده.
په دغه دانشنامه يا انسائيكلوپیډيا كښې د اسلام په هكله شبهات او شكونه او د اسلام په مبين دين باندې لګيدلی ناروا تورونه او ناسم افكار بيان شوی دی او د مصر د اوقافو پخوانی وزير «محمد الاحمدی ابوالنور» د الازهر پوهنتون پخوانی رئيس «احمد عمر هاشم» او د مكې مكرمې د قرآن او سنت د علمی اعجاز د نړيوال تنظيم لوئې مدير «عبدالله عبدالعزيز المصلح» د دغې انسائيكلو پیډيا په تدوينولو كښې مرسته كړې ده.
د دغې انسائيكلوپیډيا تدوينونكو علماو د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د دغه شان يوې دانشنامې له خپرولو څخه د خپلې انګيزې په باب ووئيل: دې ټكی ته په پام سره چې اسلام په سپوږمكيزو چينلونو، انټرنیټ او په اسلامی ضدو كتابونو كښې د ګڼ شمير يرغلونو سره مخ دی او په مختلفو طريقو سره د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د اهانت كتونكی يو، دغې انسائيكلوپیډيا د اسلام د دفاع او د دغه شان يرغلونو سره د مخامخيدنې له پاره يولړ دلائل وړاندې كړی دی. 923762

captcha