IQNA

د اسلامی همكارۍ سازمان د قدس شريف د يهودی جوړولو طرحه او پلان وغنده

11:05 - December 30, 2011
د خبر لمبر: 2247834
بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ د سازمان عمومی منشی اكمل الدين احسان اوغلو د (يهود قام او د اسرائيلو د پلازمينې) په توګه د قدس شريف د اعلان د نژادپاله اعلان طرحه په كلكه وغندله
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ په مخې د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د صهيونيسټی رژيم د دغه اقدام په غندلو سره دغه كار د فلسطين د خلكو په مسلمو حقوقو باندې پراخ او څرګند تيری وباله.
دوی زياته كړه: د اسرائيلو نيواكګرو ځواكونو د قدس د نيواكی ښار د قانونی وضعيت د بدلولو په هدف سره يوداسې چلن خپل كړی او داسې اقدامات ترسره كوی چې د بين المللی قوانينو او پريكړه ليكونو په ډاګه نقضول دی او قدس شريف، په ١٩٦٧ كال كښې د فلسطينيانو د نيول شويو ځمكو يوه برخه بولی.
احسان اوغلو همداراز د ملګرو ملتو د امنيت له شورا او له (څلور) ډلې نه وغوښتل چې د فلسطين د خلكو او د هغوی د مقدسو ځايونو پرخلاف د صهيونيسټی رژيم د تبعيضی سياستونو د بندولو له پاره دې له ځانه يو عكس العمل وښئی.
دوی همداراز له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې صهيونيسټی رژيم د بين المللی قوانينو احترام كولو ته مجبور كړی. 923552
captcha