IQNA

احمد خاتمی: د ۸۸ كال د مرغومې نهمه د عاشورايی بصيرت د ځلا ورځ وه

17:55 - December 30, 2011
د خبر لمبر: 2247934
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب د مرغومې د نهمې حماسه د اسلامی انقلاب په تاريخ كښې د وياړ ورځ وبلله او ویې ويل د۸۸ كال د مرغومې نهمه د عاشورايی بصيرت د ځلا ورځ وه .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله سيد احمد خاتمی نن وويل د درست اسلامی ايران خلك د ۸۸ كال د عاشورا په ورځ وكړيدل خو د مرغومې د نهمې په حماسه كښې یې د زمانی له يزيديانو ، خپلې كركې اعلان كړی .
نوموړی په ۱۳۸۸ هجری لمريز كال كښې دايران د اسلامی جمهوريت دولسمشرۍ له ټاكنو وروسته پیښو په سپيناوې كښې وويل د ايران قسم خوړليو دښمنانو له فتنه ګرو په ډاګه ملاتړ وكړ ، په داسی ډول چې امريكا له هماغه لومړۍ ورځی اعلان وكړ د ايران په تاريخ كښې د فتنی په جوړولو كښې لاس لری .
آيت الله خاتمی وويل د ايران د ولسمشرۍ په ټاكنوكښې د درغلۍ كيسه ، مخكې له دې چې فتنه ګران یې مطرح كړی ، د امريكا خارجه وزيری مطرح كړه .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د ايران د اسلامی شورا دراتلونكو ټاكنو او د هغو لپاره د كانديدانو د نوم ليكنې ته په اشارې سره وويل د اسلامی انقلاب د بريالی توب په بركت سره خلك د خپلو مسئولانو په ټاكلو سره د خپل پرخليك په ټاكلوكښې ونډه ت او ګډون لری .
هغه زياته كړه انتخابات يا ټاكنې يو فرصت څو خلك خپل مسئولان وټاكې او دا چې دښمن لټه كوی ټاكنې كم اهميته وښيی ، دا د ايران د خلكو په پيژندلو كښې د هغوئ توهم دی .
آيت الله خاتمی د سيمې د سياسی بدلونونو په اړه هم وويل دغه بدلونونه بشپړ اسلامی پاڅون دی او دمسلمانو خلكو له تله دی او هغه شننې چې امريكايان یې د سيمې له بدلونونو لری ، سطحې او بې اساسه دی ، ځكه هغوئ له اسلامی ویښتيا حيرانه شوی دی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب زياته كړه په اسلامی چورليز سره نوی مينځنی ختیځ په جوړيدو دی .
آيت الله خاتمی پاڅيدلو ملتونو ته د پريكنده بريا زيری وركړی او ویې ويل په تونس كښې ټاكنې او پكې د اسلام پالو بريالی توب وښودله چې خلك له اسلام سره خورا زياته مينه لری .
925543
captcha