IQNA

18:56 - December 31, 2011
د خبر لمبر: 2248619

د جمعی خطيب: آل خليفه د بحرين د ولس د غوښتنو له پوره كولو هماغه راز ډډه كوی

نړيواله ډله: د بحرين د منامې ښار د جمعی لمانځه خطيب وويل واكمن رژيم د خلكو غوښتنو ته اهميت نه وركوی.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الوفاق خبری اژانس یې نقلوی چې د منامې ښار د جمعی لمانځه خطيب او نامتو دينی عالم ښاغلی عيسی قاسم د بحرين په الدراز سيمې كې په امام صادق جومات كې پرون د جمعې لمانځه په خطبو كې وويل هغه اصلاحات چې ولس ئې د اجرا كولو غوښټنه كوی تر اووسه نه دی پوره شوی او د آل خليفه رژيم د خپل ولس د غوښتنو د پوره كولو په ځآی په بوږنونكی ډول دوی ځپی چې د آل سعود كورنۍ هم ورسره په دغو جنايتونو كې برخه اخلی.
د بحرين د منامې ښار د جمعی لمانځه خطيب عيسی قاسم دغه راز د عربانو انقلابونه اسلامی وبلل او زياته ئې كړه دغه انقلابونه په اسلامی ویښتيا كې جرړې لری او هغه كسان چې تر اووسه پورې له دغو انقلابونو سره يو ځای شوی نه دی ډير زربه ورسره يوځای شی.
شيخ عيسی قاسم هم دا راز د عربانو ظالمو واكوالانو ته په خطاب كې ټينګار وكړ د عربانو ظالم رژيمونه دې پوه شی چې ملتونه به د تل لپاره د هغوی ظلم او كړاؤ ونه زغمی او ډير زر به ئې رانسكور كړی
هم دا راز العواميه انټرنیټی سایټ هم راپوروركړ د عربستان يوه روحانی شيخ النمر هم د جمعې لمانځه په خطبو كې ويلی دی دآل سعود رژيم له خپلورواحقوقوله غوښتنې دغړولولپاره خپل ولس په ډيربوږنونكی ډول ځپی خوبلاخره به هم ولس بريالی وی اودغه جنايتكاررژيم به هم دسيمې د نوروديكتاتورانوپه څيرنسكورشی اودپټيدولپاره به ئې هیڅ ځای پيدا نشی
925799
captcha