IQNA

18:32 - January 01, 2012
د خبر لمبر: 2249333

په كابل كې د قرآن پاك تر ټولو لويه نسخه، نندارې ته وړاندې شوه

نړيواله ډله: د نړۍ په كچه د قرآن پاك تر ټوله لويه نسخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې پرون په كابل كې د پاكستان او افغانستان د لوړو شخصيتونو په شتون كې نندارې ته وړاندې شوه.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له انټرنټی ورځ پاڼې خاما پرس یې نقلوی چې پرون سهار د افغانستان په پلازمينی كابل كې د پاكستان او افغانستان د لوړو شخصيتونو په شتون كې د نړۍ په كچه د قرآن پاك تر ټوله لويه نسخه نندارې ته وړاندې شوه.
دا نسخه چې د حكيم ناصرخسرو بلخی كلتوری ټولنې په غوښتنه د هېواد وتلی خطاط «صابر حسينی» له خوا كیښل شوې ده. دا نسخه 230 سانتی متره اوږدوالی او يو نيم متر پلنوالی لری.
ښاغلی «صابر حسينی» پر دغې نسخې پنځه كاله كار كړی دی.
926326
captcha