IQNA

په مصر كښې د حضرت محمد مصطفی (ص) د ساحت سپكاوې كونكی عيسائی محكوم شو.

22:26 - January 01, 2012
د خبر لمبر: 2249367
بين المللی ډله: د مصر د اسيوط ولايت لوئې څارنوال د دغه هيواد مسيحی قبطی ځوان جمال عبده مسعود د فيس بك د اجتماعی سائیټ په صفحه كښې د بيغمبر اكر م (ص) د ساحت د سپكاوی په تور په څلور ورځې حبس او زندان باندې محكوم كړ.
د مصر چاپ د اليوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسيوط ولايت لوئې څارنوال حمزه ابراهيم پرون، جمال عبده مسعود په فيس بك كښې په خپل اكاؤنټ كښې د مسلمانانو او د پيغمبر اكرم (ص) د سپكاوی د تصويرونو د خپرولو او د دينونو د توهين كولو په تور په څلور ورځې زندان باندې محكوم كړ.
دغه مسيحی قبطی په اسيوط ولايت كښې په فرقه ايزو فتنو پورې اړوندو پیښو كښې هم لاس درلود او په فيس بك كښې ئې د مسلمانانو او د پيغمبر اكرم (ص) د سپكو تصويرونو په خپرولو سره د مصر په «منقباد»، «العدر»، «بهيج» او «سلام» نومې كليو كښې لانجه او شخړه رامينځته كړې وه. 926706

captcha