IQNA

په فرانسه كښې د اهل بيتو(ع) د نوحو او مداحيو جامع او هراړخيز ويب سائیټ جوړ شو.

22:25 - January 01, 2012
د خبر لمبر: 2249369
بين المللی ډله: د امام حسين (ع) د عزادارۍ او ماتم د شپو ورځو په مناسبت د اهل بيتو(ع) د نوحو او مداحۍ هراړخيز ويب سائیټ د فرانسې په «رئونيون»(Réunion) والايت كښې پيل شو.
د «shia974»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې د رئونيون ولايت د شيعه مسلمانانو مركز مسلمانانو او د اهل بيتو(ع) مينه والو ته د خدماتو د وړاندې كولو په موخه په «http://shia974.com» ایډريس باندې د ( نوحې او متنی قصائد) (Nawhas et Qassidas en texte) په عنوان سره يو سائیټ جوړ كړې او په هغه كښې ئې مختلف صوتی او تصويری فايلونه ایښودی دی.
دغه صوتی او تصويری فائلونه د نوحو په فرانسوی متن او سب ټائیټل سره دی او فرانسوی ژبی شيعه مسلمانان هم له هغو څخه په اسانه استفاده كولې شی. 926826

captcha