IQNA

د عراق د سياسی كړكيچ په نسبت د آيت الله سيستانی د استازی خبرداری.

22:25 - January 01, 2012
د خبر لمبر: 2249371
بين المللی ډله: په عراق كښې د شيعه مسلمانانو د دينی مرجع آيت الله العظمی سيد علی سيستانی استازی په عراق كښې د سياسی بحران او كړكيچ د خطر په باب خبرداری وركړ او ټينګار ئې وكړ: د كړكيچ او لانجې د هواری له پاره يوازې د ملی غونډو او د خبرو اترو د ناستو ترسره كولو پوره نه دی.
د صوت العراق خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په عراق كښې د آيت الله العظمی سيستانی نمائنده په كربلا ښار كښې د تيرې جمعې د لمانځه په خطبو كښې د هغه سياسی بحران په نسبت چې عراق ورسره مخ دی خبرداری وركړ او تاكيد ئې وكړ: يوازې د ملی غونډو جوړول او د سياسی ګوندونو د مشرانو ترمينځ د خبرو اترو ناستې كافی نه دی بلكې د كړكيچ د هواری له پاره پكار دی په كورنيو چارو كښې د ګوندونو خاص او ځانګړې كار، صادقانه نيت او جدی او كلكه ارداه موجوده وی.
د آيت الله الظمی سيستانی استازی په دوام كښې له سياسی ډلو نه په يوبل باندې د اعتماد كولو، له تورونو لګولو نه د دډه كولو او د لانجه جوړونكو مسائلو نه د ليری والی غوښتنه وكړه او وئې وئيل: سياسی ګوندونه په كار دی وپوهیږی چې د هيواد پرمختګ او ثبات يوازې په يوبل باندې په اعتماد كولو او د ګوندونو ترمينځ په وحدت او همكارۍ سره عملی كيدې شی. 925852

captcha