د الوفاق خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د جمعې خطيب ايت الله شيخ عيسی قاسم د منامې ښار د الدراز سيمې په امام صادق (ع) نومی مسجد كښې څرګندونه وكړه: په هيواد كښې د اصلاحاتو د كولو له پاره د بحرين د خلكو غوښتنې د واكمن نظام د بې پامۍ سره مخامخې شوې دی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د بدلون دغه چلن چې په ځينو هيوادنو كښې پيل شوې دی هیڅ كله به ونه دریږی او نور ولسونه به هم دغه چلن سره ملګری شی او د دغه خوزښت د پيل ټكی، د ولسونو اسلامی بيداری ده.
د بحرين د جمعې خطيب څرګنده كړه: د دغو ولسونو خوزښت د انسانانو د كرامت د راستنولو په موخه پيل شوې دی، او دا غورځنګ د ودريدو او بنديدو نه دی. 925799