IQNA

د نيويارك مسلمانانو د دينونو د كلنۍ ليدنې كتنې مراسم بائيكاټ كړل.

22:24 - January 01, 2012
د خبر لمبر: 2249373
بين المللی ډله: د نيويارك ښار د مسلمانانو مشرانو د اسلامی مركزونو او جوماتونو څخه د امريكې د امنيتی ځواكونو د جاسوسۍ په اعتراض كښې د ښاروال سره د دينونو د مشرانو سالانه ملاقات بائيكاټ كړ.
د «canoe»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د نيويارك د ښاروال «ميخائيل بلومبرگ» سره د مختلفو دينونو د مشرانو د كلنۍ ليدنې كتنې مراسم د روانې مرغومی د مياشتې په نهمه په داسې حال كښې ترسره شول چې د دغه ښار مسلمانو مشرانو د يو خلاص ليك په لیږلو سره د دغو مراسمو د بائيكاټولو دلايل اعلان كړل.
په دغه ليك كښې راغلی دی: په داسې حال كښې چې د مختلفو دينونو له ٣٥٠ نه زيات استازی نن د نيويارك په ملی پوهنتون كښې سره راغونډیږی، مونږ مسلمانان په ډير احترام سره له اسلامی عبادتی ځايونو او جوماتونو څخه د امريكې د امنيتی ځواكونو د جاسوسۍ كولو په اعتراض كښې په دغو مراسمو كښې د ګډون له پاره د ښاروال بلنه ردوو. 926091
captcha