IQNA

مراكش، د قرآن كريم د حفظ او قرائت د بين المللی مقابلو د اومې دورې كوربه.

22:24 - January 01, 2012
د خبر لمبر: 2249374
بين المللی ډله:د ( شپږم ملك محمد انعام ) په نامه د مراكش د قرآن كريم د حفظ او قرائت د نړيوالو مقابلو اومه دوره د روان كال د دلوې يا سلواغې د مياشتې له ٥ نه تر ٧ نیټې پورې په كاسابلانكا ښار كښې تر سره كیږی
د «atlasinfo» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مراكش د اوقافو او دينی چارو وزارت اعلان وكړ: د قرآن د قرائت او حفظ د نړيوالو مقابلو اومه دره به د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نيكمرغه ميلاد د كليزې د نمانځلو په چوكاټ كښې په كاسابلانكا كښې جوړه شی.
د مراكش د دينی چارو او اوقافو د وزارت په بيانيه كښې راغلی دی: د دغو سياليو افتتاحيه مراسم به د دلوې د مياشتې په پنځمه نیټه په ځائی وخت سهار ١٠:٣٠ بجې د مختلفو هيوادونو د استازو په شتون سره د كاسابلانكا په (حسن دويم) نومی جومات كښې تر سره شی. 926114

captcha