د الكوثر چينل د عمومی روابطو په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ايران د ریډيو او ټيليويژن د بهرنيو خپرونو څخه الكوثر نړيواله شبكه كومه چې له هاټبرډ، عرب سیټ، اټلانټيك برډ اوله بدر سپوږمكيو څخه خپريده او په منځنی ختیځ، شمالی افريقې او اروپا كښې به ليدل كيدله، اوس د ګيليكسی سپوزمكۍ له لارې په شمالی امريكا كښې هم كتل كيدې شی.
د سيمې د مسلمانانو بيا بيا غوښتنې او د شمالی امريكې په فضا كښې د ځينو سيالو چينلونو شتون د دغې شبكې مسئولين دې ته مجبور كړ ل چې دغه چينل له ګيليكسی سپوږمكۍ څخه هم خپور كړی.
له دې نه علاوه الكوثر چينل له نايل سیټ سپوږمكۍ څخه هم ليدل كيدې شو خو د حسنی مبارك د رژيم په وختو كښې د هغه په حكم او د استكباری ضدو دریځونو په وجه له نايل سیټ څخه حذف شو.
په ګيليكسی سپوږمكۍ باندې د (الكوثر) فريكوينسی او مشخصات څه په دا ډول دی:
Galaxy 19
Frequency: 11867
Polarity: vertical
Symbole rate: 22000
FEC: 3/4
926207