IQNA

احمدی نژاد: بايد د دښمن د دسيسو پر وړاندې له هيواد څخه ساتنه وشی

18:28 - January 02, 2012
د خبر لمبر: 2249960
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمد احمدی نژاد وويل چې بايد د دښمن د دسيسو پر وړاندې له هيواد څخه ساتنه او مراقبت وشی او په نږدې راتلونكې كې په بينكی نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو خبر یې هم وركړ.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی جمهوريت د ولسمشری د خبری رسونې د مركز په حواله راپور وركړ چې پرون مازدیګر محمود احمدی نژاد د مركزی بانك د يو پنځوسمې كليزې په غونډه كې د لويو اقتصادی پلانونو د اجرا په برخه كې د مركزی بانګ د همغږی توب د اړتيا په ټينګار سره وويل چې بايد بانګی اصلاح د مركزی بانګ، اقتصاد اوپانګې د وزارت په چورليز كې تر راتلونكو دريو مياشتو پورې تر سره شی.
د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې بايد مركزی بانګ دتوليد له برخې څخه په ايران كې ملاتړ وكړی وويل هماغه ډول لكه څرنګه چې د مسكن او تورم څخه د مركزی بانګ په مرسته په هيواد كې دساز اوباز په برخه كې زياتوالی وموندپه نورو برخوكې هم له هغې جملې څخه دكرهڼې په برخه كې هم بايد حمايت ترسره شی .
احمدی نژاد د ايران د لوی اقتصادی سياست سره د مركزی بانګ په همغږی كيدا ټينګار وكړ او په ايران باندې د دباو راوړلو په اړه یې د ايران د ملت د دښمنانو ګڼ شمير دسيسو ته په اشارې كولو سره وويل چې د دښمن د فشارونو پر وړاندې مركزی بانګ د شميز يا د ملاد تير حيثيت لری او بايد چې په خپله توانمنی او ځان باور درلودلو سره له دې ډول قوې څخه برخمن وی تر څو د دښمن ټول پلانونه شنډ او له مينځه يوسی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې بايد د دښمن د دسيسو پر وړاندې له هيواد څخه ساتنه او مراقبت وشی اوپه خلكو دباو رانه وړل شی وويل چې تراوسه پورې داقتصادپه برخه كې كومه خاصه ستونزه نشته اودتېركال په پرتله په ايران كې داقتصادپه برخوكې ښه والی رامنځته شوی
ددې غونډې په لومړيو كې دمركزی بانګ عمومی ريی په يوراپور كې په بېلابېلو برخوكې دمركزی بانګ دتېركال دكاری كړنوپه اړه معلومات وركړل
927722
captcha