IQNA

23:02 - January 02, 2012
د خبر لمبر: 2250100

د حلالو خوړو په ممنوعيت باندې د بريطانیۍ د پارليمان د مسلمانو استازيو اعتراض

بين المللی ډله: د بريطانیۍ پارليمان ترخپل پوشش لاندې رستورانو كښې د حلالو خوړو له وړاندې كولو څخه په ډډه كولو سره په پارليمان كښې د مسلمانو استازيو د اعتراض سبب شوې دی.

د «On Islam»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د بريطانیۍ د پارليمان يو غړی لرد احمد پرون د ډيلی ميل ورځپاڼې سره په مركه كښې اعلان وكړ: زه فكر كوم چې د پارليمان په رستورانونو كښې د حلال انتخاب شتون ضروری دی.
دغه خبر د انګلستان په پارليمان پورې په وابسته ٢٣ رستورانونو او كيفو كښې د حلالو خوړو او محصولاتو د وړاندې كولو له پاره د مسلمانو نمائندګانو او قانون جوړونكو د غوښتنې په ردولو كښې د پارليمان له فيصلې نه وروسته د ورځپاڼو د خبرونو په سركښې راغی.
مسلمانو استازيو او قانون جوړونكو ته وئيل شوی دی چې هغوی نه شی كولې له حلالې غوښې څخه چې د اسلامی سنتو مطابق حلال شوې وی استفاده وكړی ځكه چې دغه مسئله د غيرمسلمانانو د ځوريدو سبب كیږی. 927408

captcha