IQNA

23:02 - January 02, 2012
د خبر لمبر: 2250109

په بين المللی سازمانونو كښې د مسلمانانو د حقوقو د معرفی كولو ضرورت.

بين المللی ډله: نن په نړۍ كښې يونيم ميليارډ مسلمانان دی چې په نړيوالو سازمانونوكښې له ډيرو كمو حقوقو څخه برخور دی، په دې بنياد ضروری ده چې په دغو سازمانونو كښې د مسلمانانو حقوق، كلتور او ارزښتونه پيژندل شوی او د احترام وړ وګرځی.

د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د اهل بيتو (ع) د نړيوال تنظيم لوئې مدير حجت‌الاسلام والمسلمين «محمد‌حسن اختری» نن په تهران كښې د دغه ارګان د جوړيدو د ٢١ كليزې په مناسبت په يوه مطبوعاتی غونډه كښې د دغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د نړۍ د مسلمانانو د حقوقو دفاع د دغه تنظيم له سياستونو څخه دی، نن سبا په نړۍ كښې يونيم ميليارډ مسلمانان دی چې له هغو نه ٣٠٠ ميليونه د اهل بيتو (ع) د مكتب پيرو دی، دغه شمير خلك په بين المللی ټولنه كښې ډير لږ حقوق هم نه لری، د ملګرو ملتو په سازمان كښې مسلمان هيوادونه غړی دی خو په دغه سازمان كښې د مسلمانانو او اسلام له پاره هیڅ موقعيت نشته، نو په دې وجه مونږ نن سبا هڅه كوو چې په بين المللی سازمانونو كښې د مسلمانانو حقوق، فرهنګ او ارزښتونه وپيژندل شی.
حجت‌الاسلام والمسلمين محمد‌حسن اختری په دوام كښې زياته كړه: اهل بيت (ع) نړيوال تنظيم د ١٣٦٩ كال د مرغومی د مياشتې په ١٠ نیټه په تهران كښې له مختلفو هيوادونو څخه د اهل بيتو (ع) د منونكو څه باندې ٣٠٠ تكړه شخصيتونو په شتون سره په يوه غونډه كښې جوړ شو او مونږ په همدې مناسبت دې اونۍ ته د اهل بيتو (ع) د تنظيم د اونۍ نوم وركړی دی. 927489
captcha