د الاهرام خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د امريكې د مسلمانانو شوری په دغه بيانيه كښې چې بیګا ئې خپره كړه اعلان وكړ: دا پیښې په هیڅ وجه د منلو وړ نه دی ځكه چې په ټولنه كښې د شخړې او تاوتريخوالی سبب كیږی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: مونږ د آيت الله العظمی خوئی په فاونډيشن باندې په داسې شرائطو كښې د اور بلونكو موادو حمله غندو چې په دغه ودانۍ كښې ٨٠ تنه لمونځ كونكی موجود وو.
د دغه رپورټ له مخې د نيويارك ګورنر انډرو كومو هم د دغه ښار د يو جومات دننې ته د اور لګونكو موادو ورغورځول په كلكه وغندل.
د نيويارك پوليسو اعلان وكړ: د نيويارك په اسلامی مركز او د مسلمانانو په كورونو باندې د حملې په هكله تحقيقات پيل شوی دی او دا پیښې كيدې شی په ډيلی سيمه كښې د اورلګيدنې سره تړاو ولری.
928063