د موريتانيه د (ami) نومی خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې «الامانات المقدسة (مقدس امانتونه) نومې نندارتون چې پرون سهار د تركیۍ د (حراء) كلتوری مركز په همكارۍ سره د نواكشوط په ملی ميوزيم كښې پيل شو، د روانې مرغومی د مياشتې تر ٢٥ نیټې پورې دوام لری.
په دغه نندارتون كښې د قرآن كريم له يو شمير پاڼو څخه ستر عكسونه چې لرغونوالی ئې د پيغمبر اكرم حضرت محمد مصطفی (ص) وختو ته ورګرځی د عامه خلكو كتلو ته ایښودې شوې دی.
په دغه نندارتون كښې په وړاندې شويو آثارو كښې په حضرت يوسف (ع) پورې منسوبه عمامه او په حضرت موسی (ع) پورې منسوبه عصاء هم نندارې ته ایښودل شوی دی. 928015