IQNA

22:06 - January 03, 2012
د خبر لمبر: 2250795

د امر بالمعروف په نامه د يو وهابی هيئت او تنظيم په جوړولو باندې د مصر د پخوانی مفتی نيوكه.

بين المللی ډله: د مصر مخكښنی مفتی فريد واصل په دغه هيواد كښې د وهابی ځوانانو د يوې ډلې له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنكر په نامه د يو هيئت او تنظيم په جوړويدو باندې په نيوكې سره ټينګار وكړ: د داسې يو تنظيم جوړول د اسلام سپكاوی ګڼل كیږی.

د shorouknews، خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې فريد واصل د دمصر د وهابی ځوانانو په وسيله د فيس بك په اجتماعی سائیټ كښې د امر به معروف او نهی عن المنكر په نامه د يو تنظيم د جوړولو په نسبت د خبرداری په ترڅ كښې تاكيد وكړ: د داسې يو هيئت د رسمی فعاليت له پاره د نورو ګامونو پورته كول د اسلام سپكاوی ګڼل كیږی.
د مصر پخوانی مفتی د دغې ډلې ځوانانو ته د خپل خطاب په دوام كښې زياته كړه: تاسو ته نه دی پكار چې د الازهر، د اسلامی تحقيقاتو د تنظيم او د مصر د دارالافتاء دينی كارپوهانو ته له مراجعې پرته داسې اقدامات تر سره كړئ.
دوی ټينګار وكړ: دا كار د اسلام سپكاوی دی او د دغه مبين دين په تبليغ باندې به منفی اغيزه وكړی او خلك به د اسلام له دينه كركجن كړی.
فريدواصل څرګنده كړه: داسې پلاوې غواړی د امر بالمعروف او نهی عن المنكر په لاره كښې د دولت په ځائې كار وكړی چې دغه كار به د ټولنې د اصلاح كولو په ځائې فساد زيات كړی. 927780

captcha