IQNA

په موريتانيه كښې قرآنی او هنری نندارتون افتتاح شو.

22:06 - January 03, 2012
د خبر لمبر: 2250798
بين المللی ډله: د «الامانات المقدسة» يعنې مقدس امانتونه په نامه دريم قرآنی او هنری نندارتون پرون د موريتانيه د پلازمينې نواكشوط ښار په ملی ميوزيم ښې پرانستل شو.
د موريتانيه د (ami) نومی خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې «الامانات المقدسة (مقدس امانتونه) نومې نندارتون چې پرون سهار د تركیۍ د (حراء) كلتوری مركز په همكارۍ سره د نواكشوط په ملی ميوزيم كښې پيل شو، د روانې مرغومی د مياشتې تر ٢٥ نیټې پورې دوام لری.
په دغه نندارتون كښې د قرآن كريم له يو شمير پاڼو څخه ستر عكسونه چې لرغونوالی ئې د پيغمبر اكرم حضرت محمد مصطفی (ص) وختو ته ورګرځی د عامه خلكو كتلو ته ایښودې شوې دی.
په دغه نندارتون كښې په وړاندې شويو آثارو كښې په حضرت يوسف (ع) پورې منسوبه عمامه او په حضرت موسی (ع) پورې منسوبه عصاء هم نندارې ته ایښودل شوی دی. 928015
captcha