IQNA

پاكستان د حلال صنعت د نړيوال كانفرنس كوربه.

22:05 - January 03, 2012
د خبر لمبر: 2250806
بين المللی ډله: د حلال بين المللی كانفرنس د دغه صنعت د پراختيا په موخه د روان كار د مرغومی د مياشتې په ٢٦ او ٢٧ نیټه د پاكستان په كوربه توب په لاهور ښار كښې تر سره كیږی.
د «Teatro Naturale»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د ملائشيا، روسیۍ، امريكې، چين، متحده عرب اماراتو، بريطانیۍ، جنوبی افريقې او داسې د څو نورو هيوادنو د استازو په ګډون سره ترسره كيدونكی دی.
دغه كانفرنس چې د پاكستان د حلال تحقيق د شورا او د پنجاب صوبې د كرهڼې او خوراك د شركت په همت سره پلان شوې دی، د پنجاب صوبې د وزيراعلی محمد شهباز شريف له خوا به ئې پرانيسته وشی.
د دغه كانفرنس د جوړولو هدف په نړيواله كچه د حلال صنعت پراخول او د حلال د نړيوال صنعت د اعتبار زياتول اعلان شوی دی. 927260
captcha