د عراق د بلادنيوز خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د عراق د خلكو او دينی عالمانو په شتون سره د عراق د وروستيو بدلولونو د جاجولو او د دغه هيواد د ملی حاكميت او ټولنيز عدالت په تحقق او عملی كيدو كښې د اسلامی بيدارۍ د اغيزې د څیړلو په موخه ترسره شو.
د عراق د پارليمان غړی علی العلاق په دغه كانفرنس كښې څرګنده كړه: په دې څو وروستيو ورځو كښې ټول امريكائی پوځيان له عراقه ووتل چې دا كار د عراقيانو له پاره يوه ډيره مهمه پیښه ده.
و عراق د علماو د انجمن غړی «عبدالودود عثمان الحمدانی» هم ووئيل: د عراق ولس په اسلامی بيدارۍ باندې په تمسك سره د خپل هيواد د بشپړ حاكمت غوښتونكی دی خو په دې منځومان كښې ځينی كسان د تفرقې اچولو له پاره كوشش كوی. 928277