IQNA

د فلسطين په نيواكی ځمكو كښې كوم كسان اسيران او بنديان دی؟

13:49 - January 04, 2012
د خبر لمبر: 2251304
بين المللی ډله: شميرنې ښودنه كوی چې په نيواكی ځمكو كښې له ١٨ كالو نه د كم عمر ٢٨٨ كسان په جيل كښې دی او د فلسطين د شميرنو د مركز په وينا په شپږو زرو فلسطينی بنديانو كښې د دغه هيواد د پارليمان ٢٢ استازی هم د صهيونزم په بند كښې پراته دی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لومونډ په نامه فرانسوی ژبې مجلې د ايلين ګرش په قلم په ليكل شوې مقاله كښې د فرانسوی او اسرائيلی سرتيری ګيلعادشاليت د آزاديدو د دوسیۍ په اړه ليكل كړی دی چې د اسارت او بند د يوې اوږدې دورې له تيرولو نه پس د ١٠٢٧ فلسطينی اسيرانو په بدل كښې خلاص شو. په داسې حال كښې چې د نړۍ ٤١ فيصده يهوديان په نيواكی خاوره او ٤٠ فيصده ئې په امريكا كښې ژوند تيروی، زياتره صهيونيسټی سرتيری دوه ګونې تابعيت يا نيشنلټی لری. د فلسطينيانو د ځمكو نيول صهيونيسټ حاكميت د هغو يهوديانو جذبولو ته مجبوروی چې د نړۍ په مختلفو برخو او سيمو كښې اوسیږی. د اسرائيلو د شميرنو او مهاجرت اداره له دغې خاورې څخه د مهاجرت ناهيلې كونكو شميرنو ته په پام سره له څو كالو راهيسې په دې هكله كوم اطلاعات او خبرونه نه خپروی. 928083

captcha