IQNA

مراكش د اسلامی هيوادونو د اقتصادی سلاكارونو كوربه

13:48 - January 04, 2012
د خبر لمبر: 2251306
بين المللی ډله: په مراكش كښې د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړيو هيوادونو د سفارتخانو د اقتصاوی سلاكارانو لسمه غونډه د روانې مرغومی د مياشتې په ٢٢ نیټه په رباط ښار كښې ترسره كیږی.
د «lematin»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په مراكش كښې د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړيو هيوادونو په سفارتخانو كښې د مستقرو اقتصادی سلاكارانو لسمه غونډه به د پراختيا او تجارت د اسلامی مركز په همت ترسره شی.
په دغه غونډه كښې به د نويو اقتصادی پرمختګونو، د استفادې وړ مالی نظامونو او د اسلامی هيووادونو د تجارت او سوداګرۍ د شبكې په باب يو رپورټ وړاندې شی او بيا به د ګډو كانفرنسونو او نندارتونونو د جوړولو له لارې د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړيو هيوادونو ترمينځ د همكارۍ د پياوړتيا لارې چارې وڅیړلې شی.
په دغه غونډه كښې به په مراكش كښې د اسلامی هيوادونو د سفارتخانو اقتصادی مشاوران، د اقتصادی او سوداګری چارو مسئولان، د اسلامی هيوادونو د بهرنيو چارو د وزارت استازی او د مراكش اقتصادی كارپوهانو ګډون وكړی. 928160

captcha