IQNA

19:06 - January 04, 2012
د خبر لمبر: 2251472

سردار جزايری: ايران د خپل سمندر امنيت تامينولای شی مانوره هم د دفاع سياست يوه برخه ده

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران پوځ ستر كلتوری مرسيتال ښاغلی سردار مسعود جزايرې وويل د هرمز تنګی آمنيت يوه هغه مسئله ده چې ايران یې تعقيبوی او تل یې د دغه تنګې آمنيت تامين كړی دی.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) خبر يال سره په مركې كې د ايران پوځ ستر كلتوری مرسيتال د دغه هيواد د حكومت د كابينې د غونډې تر څنګ خبريالانو ته وويل په سيمه كښې د پرديو شتون نا آمنۍ زياتوی او په سيمه كښې د پرديو شتون له ګډوډيو پرته بله پايله نلری.
سردار مسعود جزايری وويل د ايران اسلامی جمهوريت د سيمې د يوی مهم قدرت په توګه د هرمز تنګې په اړه ‌ډير حق لری او د دغه تنګې د آمنيت او ساتلو لپاره اقدام كوی.
د ايران پوځ ستر كلتوری مرسيتال د دغه هيواد د پوځ د سمندری ځواك د( ولايت ۹۰ )په نامه د مانورې په اړه وويل مانوری د هر هيواد دفاعی سياست دی او ايران هم د خپلو دفاعی سياستونو پر اساس خپلی مانوری پلانوی.
928741
captcha