IQNA

اردن د صهيونيسټی رژيم له پاره د (حسنی مبارك) كمی پوره كوی.

21:54 - January 04, 2012
د خبر لمبر: 2251529
بين المللی ډله: د صهيونيسټی رژيم او محمود عباس ترمينځ د اصلی واسطې په توګه د مصر د پخوانی ډيكټاټور حسنی مبارك پرزيدو اردن ته دا فرصت وركړې دی چې د سولې په دغه چلن كښې د يو موقعيت د موندلو په لټه كښې شی.
د فلسطين د كورواكو تشكيلاتو د رئيس محمود عباس او د صهيونيسټی اړخ ترمنخ ليدنه پرون په داسې حال كښې ترسره شوه چې نورو فلسطينی ډلو په تيره بيا حماس او د اردن د اخوان المسلمين غورځنګ هغه بې فائدې بللې او وئې غندله.
په داسې شرائطو كښې چې قدس شريف د يهودی جوړولو د جدی ګواښ سره مخ دی او صهيونيسټی رژيم هم د ښارګوټی جوړونې د پراختيا او حتی د نيواكی فلسطين او اردن ترمينځ د ديوال جوړولو په لټه كښې دی، دا پوښتنه رامنځته كیږی چې دويم ملك عبدالله ولې داشان يو دریځ غوره كړې دی.
د مصر پخوانې ډيكټاټور حسنی مبارك چې يوه موده ئې د صهيونيسټی رژيم او د كورواكو تشكيلاتو ترمينځ د واسطې رول په غاړه لره اوس د نړۍ له سياسی ډګره وتلې دی او طبيعی ده چې په كار دی چې يو بل كس يا هيواد د دغه موقعيت په لټه كښې وی او په دې منځومان كښې د اردن حكومت چې د فلسطين د بيارغاونې او د قدس شريف د اسلامی موقوفاتو د حفاظت مسئوليت په غاړه لری، دا فرصت مناسب ليدلی او د فلسطين او د اسرائيلی چارواكو د ملاقات وړانديز ئې وړاندې كړی دی. 928805
captcha