IQNA

د امريكائی نيواكګرو وتل د عراق د ولس د فداكارۍ او سرشيندنې نتيجه ده.

21:53 - January 04, 2012
د خبر لمبر: 2251531
بين المللی ډله: د عراق د اسلامی اعلا جرګې يا پارليمان مشر پرون په يولړ ويناوو كښې ټينګار وكړ: له عراقه د امريكې د نيواكګرو ځواكونو وتل، د عراق د ټولو فرقو د فداكارۍ او سرشيندنې او د هيواد بشپړ حاكميت ته د وطن د رسولو په لاره كښې د هغوی د قربانی كيدو نتيجه وه.
د «صوت العراق» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د عراق د اسلامی اعلا جرګې مشر سيد عمار الحكيم چې پرون ئې له دغه هيواده د نيواكګرو د وتلو په مناسبت په يولړ مراسمو كښې د دغه پارليمان په مركز كښې خبرې كولې څرګنده كړه: مونږ نن د هغه تاريك او سخت دوران سره خدای په امانې كوو چې له محنت او رنځ نه ډك وو، او د امريكائی ځواكونو په وتلو سره يو نوی دوران وينو چې دې دوران ته خوش بينه او هيله من يو.
سيد عمار الحكيم په دوام كښې زياته كړه: مونږ نن د هغې ورځې جشن نمانځو چې د عراق ولس ئې له مودو مودو راهيسې منتظر وو څو خپل هيواد د امريكايانو له وجوده خالی ووينی.
دوی څرګنده كړه: مونږ بايد اعلان وكړو چې دغه مهمه لاسته راوړنه بشپړ حاكميت ته د هيواد د رسولو له پاره د عراق د ولس د ټولو پرګنو او قبيلو په سرشيندنې سره عملی شوې ده. 928932

captcha