IQNA

ايت الله خامنه ای، مېرمنې ته د لويدیځ كتنه، د مېرمنې مقام ستر سپكاوې وباله

19:30 - January 05, 2012
د خبر لمبر: 2251624
سياسی او ټولنيزه ډله: د ا يران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آيت الله خامنه ای مېرمنې ته د لويدیځ كتنه د ګمراهۍ او ژور ضلالت او د مېرمنې كرامت ته ټكان او ستر سپكاوی وباله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم مشر حضرت آيت الله خامنه ای ، پرون د مېرمنې او كورنۍ د موضوع په اړه د سټراټژيكو اندونو په درېيمه غونډه كې په خپلو څرګندونو كې وفرمايل، آن ترټولو افراطی فمينستان، يا ( هغه مېرمنې چې د نارينه و ځانګړنې لری) د خپل خيال پر خلاف مېرمنې ته د اساسی ټكان په حال كې دی، ځكه چې د مېرمنې په ضايع كولو سره یې هغوی د خلكو د شهوت لپاره پر يوه اوزار بدلې كړې دی او له بده مرغه د غه مسئله، د لويدیځ په عمومی افكارو كې هم يوه عادی ښكارنده او منل شوې ده.
د اسلامی انقلاب معظم مشر حضرت آيت الله خامنه ای پر اسلامی نظام د سياسی-تبليغاتی تېری ديوه اصل په توګه، د مېرمن مقولې ته ددښمنانو د پوره پاملرنې د اړتيا لامل وباله او زياته یې كړه: بايد د نړۍ د عامه افكارو په روښانولو سره، اجازه ورنه كړو چې ((د مېرمنې په اړه پر اسلامی اصولو په بريد كې)) د لويدیځی پلانوونكو او سياستوالو موخې پرځایښت ومومی.
ښاغلی حضرت آيت الله خامنه ای، مېرمنې ته د اسلام كتنه فوق العاده متعالی وبلله او ټينګار یې وكړ: د ا سلام په اساسی كتنه كې، مېرمن د انسانيت له پلوه له نارينه سره هیڅ توپير نه لری او د قرآنی آيتونو په استناد سره، نارينه او ښځه په تعالی او الهی قرب په لاره كې په بشپړه توګه برابر دی.
929415
captcha