د «oic-oci» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس د رپورټ له مخې احسان اوغلو په خپل پيغام كښې د غزې په تړانګه كښې د كينسر يا سرطان د ناروغانو بحرانی حالت او د ګردو په ناروغۍ باندې د اخته بيمارانو په خيال ساتنې پورې د اړوندو تجهيزاتو كمښت ته په اشارې سره، د اسلامی همكارۍ د سازمان له غړيو هيوادونو، له انساندوستو سازمانونو او د نړۍ له خيريه تنظيمونو نه وغوښتل چې د غزې د اوسيدونكو سره مرسته وكړی.
همداراز د اسلامی همكارۍ د سازمان د انسانی چارو څانګې هم د غزې تړانكې ته د بشر دوستانه مرستو د لیږلو له پاره د لاره هوارولو په موخه په غزه او قاهره كښې د دغه سازمان د غږملتيا د دفترونو د چمتووالی خبر وركړ.
د روغتيائی تجهيزاتو او د كميابو دوايانو سخت كمښت د غزې د تړانګې د زياتو مريضانو ژوند ګواښی او حتی د سترګو، ماشومانو او د زړه د جراحۍ عملونه او آپرشنونه بيخی بند شوی دی. 928744