د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: د الهی حاكميت د اسوه حسنه د معرفی كولو او د ليبيا په اوسنی حساس پړاو كښې د اسلامی ايران د ګټه ورو او ګران بيه تجربو د ورمنتقلولو په موخه د ليبيا د پوهانو د درنښت غونډه وړمه ورځ په اسلامی ايران كښې ترسره شوه.
د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان رئيس محمد باقر خرمشاد په دغه غونډه كښې ووئيل: د اسلامی ايران انقلاب يو فرهنګی او كلتوری انقلاب وو او د اسلامی ايران فرهنګی رسالت او دنده د اسلامی انقلاب د عظيم الشانه بنسټ ایښودونكی (رح) له تعليماتو څخه د اخيستې شوی فرهنګی پيغام ابلاغول دی. 928809