د المنار خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د لبنان د حزب الله د قانونی هيئت ريئس شيخ محمد يزبك د دغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: د لبنان په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د نيواكګر صهيونيسټ رژيم ماتې او په ذلت او سپكاوی سره د لبنان له خاورې څخه د هغه د پوځيانو وتل او همداشان د عراق په جنګ كښې د امريكې ماتې، په نژدې راتلونكی كښې د مقاومت د غوڅی او يقينی كاميابۍ زيرې وركوی.
دوی زياته كړه: د سيمې ځينی هيوادونه د امريكائی وسلو او الوتكو د پيرودلو له پاره ميليارډونه ډالر وركوی په داسې حال كښې چې دغه ډول معاملې او راكړې وركړې به ډير ژر خپل ارزښت له لاسه وركړی. 927267