د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مركز راصد یې نقلوی چې دغه بيانيه زياتوی چې سعودی رژيم څه د پاسه نهه ميا شتې كیږی چې د څلور كلن عبد الرحمان الجزايری، اته كلن جنی الجزايری او دولس كلن نمور الجزايری د جدې ښار په شمال كې د الذهبان په بند كې ساتل كیږی او دغه درې ماشومان سعودی ښاريز دی.
د دغو ماشومانو تور له خپلې مور سره يو ځاې په هغو مظاهرو كې ګډون دې چې سعودی ښځو په جدې كې تر سره كړی وې او په دغو مظاهرو كې یې د عربستان له كورنيو چارو وزارته د خپلو خاوندانو او پلرونو د ازادی غوښتنه كړی وه چې كلونه كلونه كیږی، له محاكمې پرته د سعودی رژيم په جيلونو كې پراته دی او په هير كړې شويو بتديانو مشهور شوی دی.
په بيانیې كې راغلی دی، دغه ماشومان له خپلې مور سره يو ځاې په چكې كې ساتل كیږی او په نا ارامه چاپيريال كې له خوبه د محروميدا په شمول له ډول ډول روحی او بدنی شكنجو سره مخامخ دی او د هغې په مور د دباو اچولو لپاره شپې هغو له خپلې مور څخه جلا كیږی او ساعتونه په يوه بل چكې كې ساتل كیږی.
929892