IQNA

د امام موسی صدر د برخليك د تعقيبولو له پاره ليبيا ته يو لبنانی پلاوی لیږدول كیږی.

22:11 - January 07, 2012
د خبر لمبر: 2252749
بين المللی ډله: د لبنان د بهرنيو چارو وزارت د امام موسی صدر او د هغه د ملګرو د برخليك د تعقيبولو په موخه ليبيا ته د يو نوی پلاوی د لیږلو خبر وركړ.
د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه پلاوی د لبنان د بهرينو چارو د وزير عدنان منصور په مشرۍ د روانې اونۍ د زيارت يا پنجشنبې په ورځ ليبيا ته لیږدول كیږی او د دغه هيواد د لوړ رتبه چارواكو سره به د امام موسی صدر او د هغوی د ملګرو د برخليك په هكله بحث او خبرې اترې وكړی.
د لبنان د بهرنيو چارو وزير په دې هكله څرګنده كړه: څلور ورځې مخكښې د بهرنيو چارو د وزارت د اقتصادی چارو مدير مصطفی حمدان او د دغې وزارتخانې يو بل مسئول حسن صالح د امام موسی صدر د برخليك په هكله د ليبيا د چارواكو سره د مذاكراتو د زمان بندۍ له پاره ليبيا ته لیږل شوی دی.
د لبنان آګاهو سرچينو هيله څرګنده كړې ده چې د امام موسی صدر مبهم او شكمن سرنوشت يا برخليك به ډير ژر په ډاګه شی چې د ليبيا د پرزيدلی ډيكټاټور د سياست قربانی شو.
د وئيلو ده چې په دې څو ورستيو مياشتو او د ليبيا د خلكو د انقلاب د پيليدو له وخت نه د امام موسی صدر د ژوندی والی يا مړينې په اړه ضدو نقيض خبرونه خپاره شوی دی خو هیڅ كوم خبر ئې تر اوسه پورې د هغوی د كورنۍ له خوا تائيد شوې نه دی. 930292

captcha