د ملی كتابتون او اسنادو په سازمان كښې په فرانسوی ژبه د الميزان تفسير د ترجمې د طرحې مسئول سيد محمد برهانی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې په فرانسوۍ ژبه د علامه طباطبايی (رح) د ليكل شوی تفسير د ژباړلو د خبر په اعلانولو سره څرګنده كړه: په فرانسوۍ ژبه د دغه ګران بيه تفسير ترجمه كول يو داسې كار دی چې د ملی كتابتون په همت او د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان، د بعثت فاونډيشن او د امام صادق (ع) پوهنتون په همكارۍ سره ترسره كیږی.
د قرآنی علومو دغه محقق زياته كړه: په حاضر حال كښې په ابتدائی مراحلو كښې يو، په فرانسوی ژبه د دغه تفسير ترجمه اوږدې مودې ته اړتيا لری. هغه مطالب چې په دې ترجمه كښې ليكل كیږی په كار دی د علميه حوزې د تائيد وړ وی نو په دې وجه د ليكلو په وخت په كښې ډير دقت ته ضرورت دی.
برهانه په دوام كښې زياته كړه: په فرانسوی ژبه د علامه طباطبايی (رح) د الميزان تفسير د ژباړلو له پاره مو اوه كاله وخت اټكل كړې دی او دا ترجمه به له عربی ژبې نه په فرانسوی ژبه كیږی. 927694