IQNA

22:11 - January 07, 2012
د خبر لمبر: 2252752

الوفاق نومی اسلامی جميعت د بحرين د بشری حقوقو په فعالانو باندې حمله وغندله.

بين المللی ډله: په بحرين كښې الوفاق اسلامی جميعت د دغه هيواد د بشری حقوقو د فعال نبيل رجب وهل ډبول وغندل او دغه كار ئې د بحرين د خلكو پرخلاف د آل خليفه د رژيم د جنايتونو له لړۍ څخه وباله.

د الوفاق د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آل خليفه د رژيم پوځيانو پرون مازیګر په يو وحشيانه اقدام كښې په منامه كښې د بحرين د بشری حقوقو د فعالانو په سوله ايزو مظاهرو باندې چې د نيول شويو كسانو د آزادولو له پاره راغونډ شوی وو په حملې سره د بشری حقوقو دغه فعالان ووهل.
د آل خليفه د ګوډاګيانو په پرونۍ حمله كښې د بحرين د بشری حقوقو د مركز مشر او د بشری حقوقو د بين المللی اتحادیۍ د لوئې مدير مرستيال نبيل رجب سخت زخمی شو او د آل خليفه د رژيم ځواكونو د نبيل رجب د وهلو ډبولو نه پس هغه ونيوه او د دغو ځواكونو په حمله كښې همداراز د يبيل رجب د رفتر مشر سيد يوسف لمحافده هم ټپی شو. 930281

captcha