د (فلسطين) نومې ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: شيخ «عكرمه صبری» د جمعې د لمانځه په خطبو كښې د صهيونيسټو ښارګوټی ميشتو له خوا د فلسطين د وران شويو او سوزول شويو جوماتونو د شمير زياتيدو ته په اشارې سره په قدس شريف كښې د اسرائيلو د تيريو دوام وغنده.
د مسجدالاقصی خطيب د ځمكو مصادره كول د يو ظالمانه او غيرقانونی اقدام په توګه ياد كړل او وئې وئيل: د صهيونيسټی رژيم مسئولان له بهر نه د جذب شويو يهوديانو له پاره د نويو ښارګوټو په جوړولو سره نژاد پالو اقداماتو او څرګندو تبعيضونو ته لاس اچوی، او دا په داسې حال كښې دی چې فلسطينی ښاريز او د دغو ځمكو اصلی مالكان په دغو ځمكو كښې د ځان له پاره د كور جوړولو له حقه بې برخې دی او د هغوی ځمكې مصادره كیږی. 925961