د آيسسكو د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه ( محمد(ص) د عربو عيسائی اديبانو په شعر كښې ) نومې كتاب، مصری ليكوال او محقق محمد عبدالشافی القوصی ليكلې دی او د اسلامی زده كړې، علومو او فرهنګ د سازمان لوئې مدير عبدالعزيز عثمان التويجری هم د دغه كتاب مقدمه يا سريزه ليكلې ده.
د دغه كتاب ستره برخه د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د ستاينې او مدحې متنونو ته بيله شوې ده كوم چې زياتره د مسيحی شاعرانو له خوا ليكل شوی دی، همداراز په دې كتاب كښې د حضرت محمد مصطفی (ص) په مدح كښې د ميكائيل ويردی وئيلې نهج البرده شعر د څیړنې وړ ګرځيدلې دی. 925845