IQNA

علی لاريجانی: په سيمه كې د مذهبی اختلافاتو رامنځته كول د امريكا ستراتيژی ده

18:07 - January 08, 2012
د خبر لمبر: 2253424
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی وويل د سيمه ايز بحران له رامنځته كولو وروسته د امريكا ستراتيژی د مذهبی اختلافاتو رامنځته كول دی چې دا سناريو هم دا اوس هم په عراق او شام كې په لاره اچول شوې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی شورا مشر نن د د دې شورا په علنی غونډه كې د ايران په ضد د بنديزونو لګولو لپاره د امريكا او يو شمير اروپآيی هيوادونو هڅو ته په اشارې سره وويل په عراق كې د امريكا له شرمه د ډكې ماتې، يو به بل پسې د سيمې د ديكتاتورانو پرځيدو او د امريكا اقتصادی ستونځو چې حتې له امله ېې د امريكا دفاعی بودجې هم كمښت وموند، استكبار د عمومی افكارو د غړولو په موخه، فرضی دښمن او تصنعی موخو ته اړتيا درلوده چې هم داسې ېې وكړل.
د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی وويل وروسته له هغه چې د سيمې بحرانونو د امريكا لمن را ونيوله د استكبار ستراتيژی د دينی اختلافونو رامنځته كول وګرځيدل چې اوس مهال ېې نړۍ په سوريه او عراق كې شاهده ده .
د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی وويل د شرم وړ خبره ده چې امريكا د خپل واك ساتلو لپاره نړۍ د تباهۍ لور ته كاږلئ شی خو د خپل ځواك يوه برخه هم د ملتونو د خدمت لپاره نه شی لګولای.
931170
captcha