IQNA

صهيونيسټو ښارګوټی ميشتو د نابلس د جنوب په كليو باندې حمله وكړه.

23:24 - January 08, 2012
د خبر لمبر: 2253484
بين المللی ډله: په لس هاو صهيونيسټو ښارګوټی ميشتو بیګا د نابلس په جنوب كښې د بورين او عراق بورين په كليو باندې حمله وكړه او د كلی د خلكو او د ځائی ځواكونو سره ونښتل.
د «Palestine Info»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د اردن د سيند په لويدیځه غاړه كښې د صهيونيسټو ښارګوټی ميشتو د دوسیۍ د تعقيبولو مسئول غسان دغلس اعلان وكړ چې د «براكا» (Bracha) نومی صهيونسټی ښارګوټی اوسيدونكو په بورين نومی كلی باندې په حملې سره د هغوی د كورونو د كړكيو د شيشو په ماتولو سره مقابلې ته د هغوی د هڅولو او راپارولو اقدام وكړ.
دوی ووئيل: صهيونيسټی نيواكګر ځواكونه هم په دغه كلی باندې په حملې سره د افراطی او تندلارو يهوديانو مرستې ته راغلل او د نابلس په كليوالو باندې ئې ډزې وكړې او اوښكې بيونكې ګيس او بيهوشه كونكی لاسی بمونه ئې پرې وغورځول.
دوی زياته كړه: په دغو نښتو كښې د دغه كلی يو شمير اوسيدونكی زخمی شول خو نيواكګرو صهيونيسټی ځواكونو دغه كلی ته د ايمبولنس د ننوتلو مخه ونيوله.
دوی په دوام كښې ووئيل: دغې حملې ته ورته حمله هم د عراق بورين نومی كلی په نژديو كښې د صهيونيسټی نيواكګرو ځواكونو په دخالت سره رامينځته شوه. 930968

captcha