IQNA

ماداګاسكر كې د امام حسين عليه السلام د څلویښتی په مناسبت مراسم تر سره كیږی

8:18 - January 09, 2012
د خبر لمبر: 2253560
سياسی ډله: ماداګاسكر كې د المصطفی نړيوال پوهنتون د څانګې لخوا د امام حسين عليه السلام د څلویښتی په مناسبت په «تاناناريو» ښار كې يو پروګرام تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له افريقی څانګې یې نقلوی چې دا پروګرام په راتلونكې اوونۍ كې د ميلادی مياشتی جنورۍ په څلور ويشتمی نیټی د ظهورا دينی مدرسې او امام صادق عليه السلام د دينی مدرسې طالبانو په ګډؤن سره د المصطفی نړيوال پوهنتون په ځای څانګې كې تر سره كیږی.
په دې پروګرام كې د بنی اميه د ظلمونو او بدو كارونو او جرمونو پيژنګلی او د اهل بيت عليهم السلامو د پيژنګلو په عنوان سره يوه انعامی مقابله هم تر سهر كیږی چې برخه اخستونكی او ګټونكو كسانو ته ګرانبيه انعامونه هم ډالۍ كولی شی.
930378
captcha