IQNA

د كاناډا كبك نومی ولايت د مسلمانانو د عبادت په مركز باندې حمله وغندله.

14:56 - January 09, 2012
د خبر لمبر: 2254100
بين المللی ډله: د كبك ولايت حكومت د روانې مرغومی مياشتې په ١٧ نیټه د يوې بيانیۍ په صادرولو سره په (ګابينو) ښار په مسجد باندې د نامعلومو كسانو حمله وغندله
د «gouv.qc.ca» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران دقرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د كاناډا د كبك نومی ولايت د مهاجرت او كډوالو د چارو وزير كاتلين ويل څرګنده كړه: د كبك ولايت دولت په مسجدونو او دينی مركزونو باندې د ځينو كسانو حمله په كلكه غندی او اعلان كوی چې دا ډول اقدامات په هیڅ وجه د قبول وړ نه دی او د كاناډائی ټولنې د نظر وړ ارزښتونه نه منعكسوی.
دوی زياته كړه: نژاد پال فعاليتونه، د تاوتريخوالی ترويجول او په اسلامی مركزونو باندې حمله كول په كبك باندې د واكمن نظام سره كوم چې په عدالت او د ښاريزو او دينونو ترمينځ د خبرو اترو په بنياد ولاړ دی، په هیڅ وجه مطابقت نه لری.
همداراز د اسلامی او امريكائی اړيكو كاناډائی شوری (CAIR-CAN) هم د يوې بيانیۍ په خپرولوسره څرګنده كړه: په تيرو دريو ورځو كښې د ګاتينو ښار په جومات باندې دوه ځلې حمله وشوه او د دغه عبادتی ودانۍ په ديوالونو باندې د مسلمانانو پر خلاف يو لړ شعارونه ليكل شوی دی او په دويم ځل يرغل كونكو كوشش كړی دی چی دغه جومات او د مسلمانانو كورونه وسوزوی. 930962

captcha