IQNA

ايت الله خامنه ای: په راتلونكو انتخاباتو كښې به د خلكو ګډون ولوله ناك او دښمن ته غاښ ماتوونكی وی

17:14 - January 09, 2012
د خبر لمبر: 2254187
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د اسلامی شورا په راتلونكو انتخاباتو كښې به د خلكو ګډون ولوله ناك او دښمن ته غاښ ماتوونكی وی او د انتخاباتو ټول مسولان او كانديدان دنده لری چې قانون ته په كاملې پاې بندۍ سره د سالمو انتخاباتو زمينه رامينځته كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د۱۳۵۶ هجری لمريز كال د مرغومې د مياشتې په نولسمه نیټه دقم ښار دپاڅون له كليزې سره په يووخت نن سهار ددغه ښار دخلكو له بيلابيلو پرګنو، او زرګونو علماو ، فاضلانو او طلباو سره په كتنې كښې صبر او بصيرت دملتونو دبرياليتوبونو او برياليتوبونو ددوام لپاره دوه مهم عوامل وبلل او جوته یې كړه دايران ملت دصبر او بصيرت له كبله دبرياليتوبونو ستره تجربه نورو ملتونو ته وړاندې كړی ده .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود دخلكو دناهيله كولو او دغه راز دمسولانو په ارادې كښې دشك او خنډ درامينځته كولو لپاره ټولو رودو ادو چلولونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دلويدیځو هيوادونو مقاماتو تل دغه خبره تكرار كړی ده چې دايران پرضد ددباونو او بايكاټونو هدف دايران دخلكو ستړی كول او له ډګره دهغوې ايستل او په خپلو محاسباتو كښې بيا كتنې ته دايران دمسولانو مجبورول دی خو هغوې په غلطه دی او خپل هدف ته به ونه رسیږی .
هغه حضرت وفرمايل په داسې شرايطو كښې چې دايران ملت په سرلوړې سره دبرياليتوب ډير پړاونه كچ كړی دی او دنويو برياليتوبونو نښې نښانې ليدل كیږی داستكبار جبهه هڅه كوی له بايكاټونو دايران دخلكو او مسولانو په ويرولو سره دهغوې په ارادې كښې خنډ رامينځته كړی او هغوې له ډګره وباسی په داسې حال كښې چې دايران ملت دغه له وياړه ډكه لاره د بصيرت په خوښولوسره غوره كړی ده او دهغې دكچ كولو لپاره یې ډيره هڅه كړی ده او دخپلو ګرانو خپلوانو او بچيانو وينه یې قربان كړی ده .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود څوكو ته درسيدا په لاره كښې دايران دملت پرله پسې حركت نه بنديدونكی وباله او جوته یې كړه دښمن په داسې حال كښې نيت لری چې دمسولانو او خلكو په ارادې كښې خنډ رامينځته كړی چې دايران داسلامی جمهوريت دنظام ننی وسونه او اقتدار له تيرو شلو يا ديرشو كلونو سره دپرتله كولو وړ نه دی او په تيرو كلونو كښې داستكبار دجبهې ظاهرې قدرت اوس خپل ځای زياتيدونكی كمزورتيا او ناتوانۍ ته وركړی دی .
هغه حضرت انتخابات دخلكو دشتون نندارې ته وړاندې كول وبلل او جوته یې كړه له ډيرې مودې راهسې دكفر دجبهې دقوماندنۍ له مركز او كيمپ څخه رانيولی دهيواد دننه او په خار ج كښې دهغوې عواملو پراخه هڅه پيل كړی ده چې دايران دپارلمان په انتخاباتو كښې دخلكو ګډون پيكه وی خو دخدای پاك په فضل او مهربانۍ سره په دغو انتخاباتو كښې به دخلكو شتون دښمن ته غاښ ماتونكی وی.
د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې ټينګار سره چې انتخابات به داسلامی نظام په وجود كښې دنوی وينی دچليدا او نوی تاندوالی درامينځته كيدا سبب شی وويل دانتخاباتو ډګر ددغو مهمو او ښو ځانګړتياو په څنګ كښې يو شمير افتونه هم لری چې بايد ځير ووسو او دغه افتونه رامينځته نشی .
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دوه كاله وړاندې دولسمشرۍ د انتخاباتو دترټولو ښو او دترټولو بدو خاطرو يادونه وبلله او ټينګار یې وكړ ترټولو ښه خاطره درايو په صندوقونو كښې دخلكو څلویښت ميليونه حيرانونكی او ستر ګډون وو او دهغو ترټولو بده خاطره په انتخاباتو كښې دځينو نادانو ، دښمنو او ناوړه كسانو سياسی غولولو ته اړونده وو .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې ټينګار سره چې په هرو انتخاباتو كښې ممكنه ده يو شمير اعتراض كونكی ووسی جوته كړه په داډول شرايطو كښې قانون يوه لاره ټاكلی ده خو په دوه كاله وړاندې انتخاباتو كښې يو شمير قانون ماتونكو په هيواد او خلكو دلګښت دتپلو او د دښمن دخوشحالولو او ددښمن دخوښې وړ پروګرامونو د اجرا كولو لاره غوره كړه خو هیڅ ګټه یې ونه لرله ځكه چې خلك په ډګر كښې وو .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود په پاې كښې ټينګار وكړ انتخابات د خلكو د شتون بيلګه او د هغه نتيجه د خلكو د رايو او غوښتنې مظهر دی او ټول بايد د هغه احترام وكړو .
932083
captcha