IQNA

احمدی نژاد: د ايران او وينزويلا ملتونه د مستكبرانو د زيات غوښتنې په وړاندې دريدلی دی

20:31 - January 10, 2012
د خبر لمبر: 2255027
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر وويل د وينزويلا او ايران ملتونو د خپلو مسلمو حقوقو د دفاع او د مستكبرانو د زيات غوښتنې په وړاندې مقاومت كړی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر احمدی نژاد پرون په كاراكاس كښې د وينزويلا د ولسمشرۍ په ماڼۍ كښې له هغه د ولسمشر هوګو چاوز د رسمی هركلی په دستورو كښې د وينزويلا او ايران د ملتونو په ژورې دوستۍ او پيوستون ټينګار سره وويل نن سبا د ايران او وينزويلا ملتونه د بدغواړو د غوښتنې په اپوټه د يو بل په څنګ كښې د زيات غوښتونكو په وړاندې مقاومت كوی او د خپلو مسلمو حقوقو دفاع كوی.
د ايران ولسمشر وويل نن سبا د وينزويلا ملت او د لاتينی امريكا ملتونه چې د استعمارګرانو د تيريو سل (۱۰۰) كلن زخمونه په بدن لری د مستكبرانو په وړاندې په متحده او بيداره توګه مقاومت كړی او د خپلو حقوقو دفاع كوی.
د ايران ولسمشر د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوز له استعمار او امپرياليزم سره دمبارزې اتل او د لاتينی امريكا دخلكو دانقلاب نښه وبلله او زياته یې كړه نن سبا هوګو چاوز دلاتينی امريكا سيمې دملتونو دعدالت غوښتنې او ازادۍ غوښتنې دبيرغ رپونكی دی .
دايران ولسمشر احمدی نژاد وويل عدالت ، ازادۍ ، دملتونو دحقوقو احترام ، هوساينه ، خپلواكۍ او سرلوړۍ دټولو انسانانو او ملتونو حق دی او دتاريخ زيات غوښتونكو او مستكبرانو دملتونو دغه حقوق په رسميت ونه پيژند او پتيالی ملتونه تل دهغوې دحملو په وړاندې ددفاع په حال كښې وو .
د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوز هم دايران ولسمشر ته دهركلی ويلو په ترڅ كښې هغه د وينزويلا دملت غړی او خپل حقيقی او واقعی ورور وباله او ویې ويل نن سبا دايران او وينزويلا حكومتونه ، ملتونه او انقلابونه دنده لری چې دامپرياليزم پرضد چې له پخوا زيات كمزوری شوی دی ګامونه پورته كړی .
هغه وويل كه څه هم امپرياليزم په ټوله دنيا دسلطې دپراخولو هڅه كوی خو په ډاډ سره وايم چې دغه خبره به محققه نشی او دايران او وينزويلا ملتونه به دامپرياليزم دچورتالان په و ړاندې يو بل ته په لاسونو وركولو او ددنيا دملتونو داكثريت په ملاتړ سره حركت وكړی .
932371
captcha