د سوریۍ چاپ تشرين ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سوریۍ مفتی «شيخ احمد بدرالدين حسون» ووئيل: د عربو اتحادیۍ خپله ټوله توجه د سوریۍ حالت ته ورګرځولې ده او د عربی نړۍ د ډيرې مهمې او برخليك جوړونكې مسئلې په توګه د فلسطين له مسئلې نه غافله پاتې ده.
شيخ احمد بدرالدين حسون د عربو اتحادیۍ او د عربی هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ته په خطاب كښې زياته كړه: ای هغو كسانو چې د سوریۍ په خاطر غونډه جوړوې له تاسو مننه كوو خو ولې د قدس د ژغورنې له پاره غونډه نه ترسره كوې چې د يهودی جوړولو له پاره د اسرائيلو د يرغلونو سره مخامخ دی.
د سوریۍ مفتی همداراز د عربی هيوادونو خارجه وزيرانو ته په خطاب كښې ټينګار وكړ: ولې د اسرائيلو او د يهودی ولس د پلازمينې په توګه د قدس د غوره كولو له پاره د صهيونيسټی رژيم د فيصلې په وړاندې كوم غبرګون نه ښيئ؟ 932598