IQNA

په فرانسه كښې له اسلامه د ويرولو سره د مقابلې تنظيم يو نوی ويب سائیټ جوړ كړ.

23:35 - January 11, 2012
د خبر لمبر: 2255802
بين المللی ډله: په فرانسه كښې له اسلامه د ويرولو سره د مقابلې د تنظيم نوی ويب سائیټ د «لينكس وب» او «كری‌يم» په نامه د دوو شركتونو په همكارۍ سره جوړ شو.
د «trouvetamosquee»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په جوماتونو او دينی مركزونو باندې د حملې له لارې د مسلمانانو د سپكاوی او د اسلام د ځپنې له پاره د يو شمير ډلو د كوششونو او د اسلامی ضدو اقداماتو د زياتيدو نه وروسته له اسلامه د ويرونې سره د مقابلې تنظيم په ٢٠٠٣ ميلادی كال كښې جوړ شو څو په دقيقې اطلاع رسونې سره ښاريز له دغو فعاليتونو څخه خبركړی.
دغه تنظيم له ټولن پيژاندو، وكيلانو، حقوقی كارپوهانو او حتی له مسلمانو او غيرمسلمانو مهندسانو يا انجنيئرانو نه جوړ شوې دی چې د اسلام د حقيقی څيرې د معرفی كولو او د دينی او نسلی تبعيض سره د مقابلې په موخه د دغه تنظيم غړی شوی دی.
د دغه تنظيم نوی ويب سائیټ په لا ښه ظاهر او امكاناتو سره استعمالونكو ته وړاندې كړې شوې دی او علاقمند كسان كولې شی د اسلام ځپونكو فعاليتونو پورې اړوند خبرونه، «http://islamophobie.net» سائیټ ته په مراجعه كولو سره مسئولانو ته رپورټ كړی چې هلته د څیړنې وړ وګرځی. 932502

captcha