د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په حواله دايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې حازم صلاح ابواسماعيل چې وړمه ورځ ئې د مصر په اسكندريه ښار كښې په يوه ولسی غونډه كښې خبرې كولې، دې ټكی ته په اشارې سره ووئيل: د اسلامی ټولنې د خلكو د ژوند په ټولو اړخونو كښې پكار دی الهی شريعت عملی شی.
دوی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د اسلام مبين دين د ټولنې د نه چمتووالی په پلمه د الهی شريعت په اعمالولو كښې ځنډ نه منی ووئيل: د اسلام تاريخ دا كار چې الهی شريعت په كار دی په هر وخت او هر ځائې كښې عملی شی يو ډير مهم ضرورت ګڼی. 932538