IQNA

د قبةالصخره د انځور د حذفولو په نسبت صهيونسټانو ته د عربو د اتحادیۍ خبرداری.

23:35 - January 11, 2012
د خبر لمبر: 2255804
بين المللی ډله: د عربو اتحادیۍ د روانې مرغومی د مياشتې په ١٩ نیټه له قبةالصخره پرته د مسجدالاقصی د عكس د خپرولو نه پس صهيونيسټی رژيم ته خبرداری وركړ چې په قدس شريف كښې د مسلمانانو او عيسايانو د مقدسو ځايونو د حرمت د سپكاوی د جاری ساتلو په صورت كښې به د ډيرو بدو پائيلو سره مخامخ شی.
د كويت د خبری آژانس (KUNA) له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغې اتحادیۍ خبرداری وركړ چې د قدس په نيواكی ځمكو كښې د فلسطينيانو په مقدسو ځايونو باندې د صهيونسټو ځواكونو د حملې په صورت كښې به په دغه سيمه كښې يو سخته نښته رامينځته شی.
د عربو اتحادیۍ په قدس شريف كښې د مسلمانانو او مسيحيانو په تاريخی حقوقو باندې په ټينګار سره اعلان وكړ: د صهيونيسټی رژيم د پوځ د خاخامانو تنظيم د مسجدالاقصی يو شمير داسې عكسونه خپاره كړی دی چې په هغو كښې «قبة الصخره» حذف شوې دی.
دغې اتحادیۍ همداراز ټينګار وكړ چې د صهيونيسټانو دغه اقدام په دغه سيمه كښې د موهوم معبد د جوړولو له پاره د دغه رژيم د پلانونو بيانونكی دی.
قبةالصخره په بيت المقدس كښې له مسجدالاقصی نه پس د اسلامی معمارۍ يو تر ټولو مهم اثر دی. 932484

captcha