د عراقی خبری آژانس (نون) له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې په عراق كښې د ملګرو ملتو د سازمان خاص استازی مارټين كوپلر د يوې بيانیۍ په صادرولو سره هغه وروستۍ چاودنې وغندلې كومې چې د روانې مرغومی د مياشتې په ١٤ نیټه د عراق په «بعقوبه»، «الناصريه»، «بغداد» او يو شمير نورو ښارونو كښې رامينځته شوې او د امام حسين (ع) د شهادت د كليزې د څلویښتۍ د نمانځونكو ګڼ شمير زيارت كونكو د زخمی كيدو او شهيديدو سبب شوې.
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې د ملګرو ملتو سازمان په عراق كښې د ترهګرانه چاودنو د دوام په نسبت اندیښمن دی څرګنده كړه: د دغه شان ترهګرانه اقداماتو د شمير او كچې زياتيدل له ٢٠٠٩ ميلادی كال څخه تراوسه پورې د تكراريدو په حال كښې د ی او په دې لړ كښې كوم زيات بدلون نه دی رامينځته شوې.
دوی ووئيل: د دغه ډول ترهګرانه اقداماتو د ختمولو له پاره په كار دی د عراق ټول ولس سره لاسونه وركړی او د ترهګرۍ د جرړه ايستلو له پاره د يواو بل سره مرسته وكړی. 933479