IQNA

23:34 - January 11, 2012
د خبر لمبر: 2255808

د صهيونيسټانو د ښارګوټی جوړولو بې مخينې وده او د نيواكی ځمكو پراختيا.

بين المللی ډله: (اوس سوله) نومی اسرائيلی سازمان پرون په يو رپورټ كښې اعلان وكړ چې په فلسطين كښې د صهيونيسټانو له خوا د ښارګوټی جوړولو وده او زياتيدنه او دنيواكی ځمكو پراختيا په ٢٠١١ كال كښې بې مخينې وه.

د «Palestine Info»نومی خبری سائیټ په حواله د ايران د قرانی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: (اوس سوله) نومې سازمان چې د اسرائيلو د كیڼ اړخ يو غيردولتی او د فلسطينی ځمكو د نيواك د دوام او د يهودی ميشتو ښارګوټو د جوړولو د چلن سره يو مخالف سازمان دی، په خپل رپورټ كښې اعلان وكړ: په لويدیځه غاړه په تيره بيا د قدس شريف په نيواكی ځمكو كښې د اسرائيليانو ودانی او جوړونې په تير كال كښې بې مخينې وده او زياتوالی لرلی دی.
دغه سازمان همداراز ووئيل: اسرائيلی چارواكو همداراز د اردن د سيند په لويدیځه غاړه كښې د استوګنې د ١٨٥٠ كورونو جوړول پيل كړی دی چې دغه شمير ډير زيات او بې مخينې وو او دی. 933307



captcha