د «Palestine Info»نومی خبری سائیټ په حواله د ايران د قرانی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: (اوس سوله) نومې سازمان چې د اسرائيلو د كیڼ اړخ يو غيردولتی او د فلسطينی ځمكو د نيواك د دوام او د يهودی ميشتو ښارګوټو د جوړولو د چلن سره يو مخالف سازمان دی، په خپل رپورټ كښې اعلان وكړ: په لويدیځه غاړه په تيره بيا د قدس شريف په نيواكی ځمكو كښې د اسرائيليانو ودانی او جوړونې په تير كال كښې بې مخينې وده او زياتوالی لرلی دی.
دغه سازمان همداراز ووئيل: اسرائيلی چارواكو همداراز د اردن د سيند په لويدیځه غاړه كښې د استوګنې د ١٨٥٠ كورونو جوړول پيل كړی دی چې دغه شمير ډير زيات او بې مخينې وو او دی. 933307